د ټرمپ ادارې د کډوالۍ نوې پالیسۍ په چټکۍ سره تصویب کړې، چې ځینې یې هغه پروګرامونه له منځه وړي چې په لسیزو کې جوړ شوي وو ترڅو د جګړې او ځورونې څخه تښتیدلو خلکو لپاره د خوندیتوب لارې چارې برابرې کړي.
د دغو پالیسیو اغېز مستقیماً پر پناه غوښتونکو، مهاجرو، کډوالو، د هغوی کورنیو او ټولنو باندې لګیږي. خو دا اغېز به پراخ هم وي، ځکه چې امریکا به داسې مثال کېږدي چې نور هېوادونه به هم د خپل ژوند د ژغورلو لپاره تښتي خلک رد کړي.
۱. د "بهرنيانو" د "برید" اعلان، د پولې تړل، او د متحده ایالاتو په خاوره کې د پناه اخیستلو منع کول
بنسټيز اجرایي فرمان دا اعلان کوي چې د "میلیونونو ناقانونه کډوالو" له لوري په متحده ایالاتو یرغل شوی دی. یو بل ځانګړی فرمان چې د امریکا جنوبي پوله هدف ګرځوي، "د هر هغه بهرني کس فزيکي ننوتل بندوي چې د یاد شوي یرغل برخه ګڼل کېږي." یاد فرمان په ښکاره ډول د خلکو د پناه غوښتنې حق محدودوي، که دا حق هغوی ته په امریکا کې د پاتې کېدو اجازه ورکړي. همداراز، دا فرمان د هغو کسانو د ننوتلو مخه نیسي چې ګواکې د عامې روغتیا خطر پېښوي، پرته له دې چې دا خطر روښانه کړي.
برسېره پر دې، یاد فرمان د امریکا په سوېلي لوېدیځه پوله د دېوال د جوړولو امر هم کوي.
۲. اجباريتوقیف
یو بل اجرایي فرمان دا حکم کوي چې: "هغه بهرني وګړي چې د فدرالي یا ایالتي قانون د سرغړونې په شک نیول شوي، باید تر هغه وخته پورې په توقیف کې وساتل شي، تر څو چې له متحده ایالاتو وشړل شي، او دغه ډول توقیف باید تر هغه حده وي چې قانون اجازه ورکوي." د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې (ICE) په ۲۰۰۴ کال کې د توقیف بدیلو پروګرامونو لړۍ پیل کړه چې د "بدیل نظارت پروګرام" (ATDP) په نوم یادیږي، او تر ډېره یو لګښتسپموونکی، غیر زنداني نظارتي میکانیزم ګڼل شوی. د دې پروګرام یوه فرعي څانګه، د کورنۍ قضیو د مدیریت پروګرام، د ICE له خوا د کډوالو حاضري او د محکمې محاکمو لپاره ۹۹ سلنه د پابندۍ کچه لرله — تر هغه چې د ټرمپ ادارې دا پروګرام په ۲۰۱۶ کال کې پای ته ورساوه.
د نیولو د بهیر شدت زیاتول ښایي د خصوصي زندانونو په ګډون یو شمېر قراردادي شرکتونو ته د ستر مالي ګټې زمینه برابره کړي.
جبري توقیف یا بندي کول يو ډېر شاتګی او زيانمن ګام ګڼل کېږي. په حقیقت کې، د "خوندي، منظم او قانوني مهاجرت لپاره نړيوال تړون" چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۲۰۱۸ کال کې تصویب کړ، ټینګار کوي چې د مهاجرت په تړاو بندي کول باید "يوازې د وروستي انتخاب په توګه" وکارول شي، او هېوادونه باید "د بدیلو لارو چارو موندلو" لپاره هڅې وکړي.
۳. د ایالتي او محلي پولیسو واک پراخول
بل فرمان دا امر کوي چې د قانون له اجازې سره سم، د ایالتي او سیمهییزو پولیسو د ونډې پراخولو لپاره ګامونه واخیستل شي، څو هغوی وکولی شي د بهرنیانو د پلټنې، نیولو او بندي کولو په برخه کې د کډوالۍ د افسرانو دندې ترسره کړي. په عین وخت کې، دا فرمان له هغو "پناهځای" (Sanctuary) سیمو فدرالي بودیجه پرې کوي، چې د کډوالۍ د پلي کولو له چارواکو سره همکاري نه کوي. همداراز، د کورني امنیت وزارت د بایډن د دورې هغه تګلاره هم لغوه کړې چې د کډوالۍ افسرانو ته یې د کلیساګانو، جوماتونو، ښوونځیو او روغتونونو د چاپو وهلو مخه نیوله.
۴. د کډوالو د شړلو، بندي کولو او د پولي د "تړلو" لپاره د امریکا د وسلهوالو ځواکونو کارول
یو اجرایي فرمان د امریکا وسلهوال ځواکونه د دې لپاره ګوماري چې د هېواد پولې وتړي او د امریکا د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ساتنه وکړي، د هغو یرغلونو په وړاندې مقاومت وکړي چې پکې غیرقانوني ډلهییز مهاجرت هم شامل دی. د امریکا سمندري پوځ اډه چې په ګوانتانامو، کیوبا کې موقعیت لري، اوس د مهاجرینو د بندي کولو لپاره کارول کېږي، او د امریکا پوځي الوتنې د مهاجرینو د ایستلو لپاره ګومارل شوې دي.
لکه څنګه چې د امریکا وسله وال ځواکونه د امریکا سویل لویدیځې پولې ته ځای پر ځای کیږي، د دوی د ښکیلتیا شرایط دا په ګوته کوي چې "د ځواک کارولو پالیسۍ د کورني امنیت وزارت پرسونل او د وسله والو ځواکونو د غړو خوندیتوب او امنیت ته لومړیتوب ورکوي." دا ټول د متحده ایالاتو سرحدي ګزمې او نظامي پرسونل ته بلنه ورکوي چې خپلې وسلې راوباسي، په ځانګړې توګه د ولسمشر د ورته وخت اعلان په رڼا کې چې "د امریکا حاکمیت تر برید لاندې دی."
۵. د کډوالو د چټک ایستلو د پروسې په ټول هېواد کې پراخول
له ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۱مې نېټې راهیسې، د کډوالو د چټک ایستلو پروسه پراخه شوې ده، څو هغه بهرني کسان هم پکې شامل شي چې د امریکا په هر ځای کې نیول شوي وي او دا ثابتولی نه شي چې تر نیول کېدو دوه کاله مخکې یې په دوامداره ډول په امریکا کې ژوند کړی دی. په اصل کې، چټک ایستل د دې لپاره رامنځته شوی و چې د ټیټې کچې کډوالۍ افسران وکولی شي نوي راغلي کسان چې مناسب اسناد نه لري، پرته له دې چې د کډوالۍ قاضي مخې ته حاضر شي، سمدستي وشړي. خو له وخت سره، دا پالیسي پراخه شوې ده، او اوس د نیونې ځای او د سرحد څخه واټن هم نور محدودیت نه لري.
د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۳مه، د امریکا د کورني امنیت وزارت سرپرست وزیر یو یادښت صادر کړ چې د کډوالۍ د پلي کولو افسرانو ته یې دا لارښوونې ورکړې: ۱) هغه کسان چې د چټک ایستلو شرایط پوره کوي، خو دا مهال د عادي ایستلو (deportation) د قضیې لاندې دي، باید د چټک ایستلو لپاره بیا وارزول شي.) ۲) د هغو کسانو د پارول (موقتي استوګنې) حالت دې وڅېړل شي چې د داسې پروګرامونو له لارې پاتې دي چې اوس لغوه شوي دي، او دا دې وکتل شي چې آیا هغوی باید د چټک ایستلو پروسې ته یا عادي ایستلو ته ولېږل شي.)
دا پراخ شوی اقدام هغه مهاجرین له خپلو قانوني حقونو بې برخې کوي، چې ښايي له کلونو راهیسې د امریکا په دننه کې اوسېږي. د امریکا په حقوقي او تاریخي دود کې، هر څومره چې یو کس په امریکا کې ډېر وخت تېر کړي او له سرحد څخه لرې وي، هغومره یې د قانوني دفاع او محاکمې حقونه زیاتېږي. خو دا پراخېدونکې پالیسي دغه حقونه له منځه وړي او خلک له عادلانه بهیر پرته له هېواده شړل کېدو ته وړاندې کوي.
۶. د پارول، لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS)، او خوندی حرکت پروګرامونو لغوه کول
پارول (موقتي استوګنه) د بېنظمې او ناقانونه پولي تېرېدو د مخنیوي لپاره یوه بریالۍ تګلاره ثابته شوې، ځکه چې دا خلکو ته د خوندي او قانوني ننوتلو لاره برابروله—په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې له وروستیو کډوالو بحرانونو راوتلي، لکه د طالبانو واکمنېدو وروسته افغانان، او د روسیې یرغل وروسته اوکراینیان. د ۲۰۲۳ کال د دسمبر څخه تر ۲۰۲۴ د اګست پورې، د پولي ساتنې ادارې له خوا له هغو څلورو هېوادونو—کوبا، هایتي، نیکاراګوا، او وینزویلا—را اوښتو کسانو سره مخامخ کېدل په ترتیب سره ۹۹، ۹۸، ۹۷، او ۹۶ سلنه راکم شوي دي، دا هغه هېوادونه دي چې اتباع یې د پارول پروګرام لپاره وړ ګڼل شوي وو.
خو یو نوی اجرایي فرمان د کوبا، هایتي، نیکاراګوا او وینزویلا لپاره د پارول پروګرامونه پای ته رسولي دي.
د کورني امنیت وزارت (DHS) به اوس هڅه کوي چې هغه کسان چې په تېرو دوو کلونو کې د پارول له لارې امریکا ته داخل شوي، د چټک ایستلو پروسې ته وسپاري.
ادارې همدارنګه د نږدې ۳۰۰,۰۰۰ وینزویلایي وګړو لپاره د موقتي خوندي وضعیت (TPS) د تمدید پرېکړه لغوه کړې ده، چې له امله یې دا کسان له خطر سره مخ شوي دي چې بېرته هماغو خطرناکو شرایطو ته واستول شي، له کومو څخه چې یې تښته کړې وه.
د موقتي خوندي وضعیت (TPS) په اړه یو نوی اجرایي فرمان څرګندوي چې دا وضعیت باید "محدود او یوازې تر هغه وخته وي چې اړتیا وي." دغه دریځ دا اندېښنه پیدا کوي چې د هغو نورو هېوادونو وګړو لپاره چې اوسمهال د TPS مستحق دي—لکه کامرون، سومالیا، سویلي سوډان، افغانستان، میانمار، نیپال، سوریه، یمن، السلوادور، هاندوراس، نیکاراګوا، او اوکراین—د دې وضعیت تمدید نامعلوم دی.
ټرمپ همدارنګه امر وکړ چې د "CBP One" اپلکېشن د کارونې بهیر بند شي، کوم چې د امریکا د سوېلي لوېدیځې پولې په بندرونو کې د پناه غوښتنې د نوبتونو د منظم سیستم لپاره کارېده. همداراز، هغه "د خوندي خوځښت دفترونه" چې په کولمبیا، کوسټاریکا، ایکواډور او ګواتیمالا کې فعال وو او د پناه غوښتنې قضیو د منظمې پروسس لپاره کارول کېدل، تړلي دي.
۷. د ټولو کډوالو د بیا مېشتېدو نامعلومه ځنډ (د افریکنر ټولنې پرته)
یو اجرایي فرمان اعلان کوي چې د کډوالو منل د امریکا د ملي ګټو پر ضد دي. په دې اساس، دا فرمان د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام نامعلوم وخت لپاره ځنډوي — یو پروګرام چې له ویتنام جګړې راهیسې فعاله و، او له مخې یې هغه کډوال ژغورل کېدل، لکه د افغانستان او عراق ژباړونکي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی و او د همدغه همکاریو له امله اړ شوي وو خپل هېوادونه پرېږدي. همداراز، دا پروګرام هغو کډوالو ته پناه ورکوله چې له بیړنیو بشري ناورینونو تښتېدلي وو، لکه په کمبودیا، دارفور، بوسنیا او میانمار کې. یوازې د بایډن د ادارې په وروستي مالي کال (۲۰۲۴)، امریکا ۱۰۰,۰۰۰ کډوال منلي وو.
ولسمشر ټرمپ وروسته د یوې استثنا د رامنځته کولو امر صادر کړ: د سویلي افریقا د سپین پوستو افریقایانو لپاره.
۸. د سرحدونو کنټرول او د کډوالۍ مدیریت بهرنیو هېوادونو ته سپارل
یو اجرایي فرمان امر کوي چې د ټرمپ د لومړۍ دورې د "په مکسیکو کې پاتې شئ" پروګرام (Migration Protection Protocols) باید "تر لومړنۍ مناسبې موقعې" بېرته پيل شي. دغه پالیسي پناه غوښتونکي اړ باسي چې په مکسیکو کې پاتې شي تر څو د هغوی قضیې په امریکا کې وڅېړل شي. په دې موده کې ډېر پناه غوښتونکي له تاوتریخوالي، تښتونې، او استحصال سره مخامخ شوي دي.
فرمان همداراز د "نورو نړیوالو همکاریو او هوکړو" غوښتنه کوي، او د امریکا د قانون هغه ماده یادوي چې "دریم خوندي هېواد" بلل کېږي. ټرمپ د لومړۍ ادارې له خوا له السلوادور، ګواتيمالا او هاندوراس سره هوکړې لاسلیک شوې وې، چې له مخې یې د دغو درېیو هېوادونو وګړي یو بل ته شړل کېدل. اوس، امریکا د افغانستان، چین، پاکستان، او ازبکستان وګړي کوسټاریکا او د پاناما د دارین سیمې ته شړلي او لېږدوي، څو له هغه ځایه بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي. د دې پروسې لګښتونه د امریکا حکومت ورکوي.
۹. د ناقانونه مېشتو والدینو د ماشومانو لپاره د تابعیت حق پای ته رسول
یو اجرایي فرمان اعلان کړی چې د امریکا په خاوره کې زیږېدلي ماشومان به تر هغه وخته د تابعیت حق ونه لري، ترڅو چې لږ تر لږه یو مور یا پلار یې د امریکا تابع یا دایمي استوګن نه وي. دا فرمان دا مهال د ناسم او د اساسي قانون ضد په توګه له حقوقي ننګونو سره مخ دی. که دا پالیسي پلي شي، دا ماشومان به باقي ژوند د شړل کېدو له وېرې سره تېروي، او د امریکا هیڅ فدرالي هویت اسناد به ترلاسه نه کړي. دا به هغوی له اساسي خدماتو لکه روغتیايي پاملرنې، د خوړو له مرستو، او ښوونځي ته له داخلېدو محروم کړي، او ځینې ماشومان به په عملي ډول بېتابعیته پاتې شي.
۱۰. په تړیواله کچه د پراختیایي مرستو او بشري مرستو ځنډول
متحده ایالاتو له ډېرو کلونو راهیسې د نړۍ د بشري مرستو او د کډوالو د بیا مېشتولو مخکښ هېواد پاتې شوی دی. دغه رول امریکا ته دا ځواک ورکړی چې نور هېوادونه وهڅوي څو کډوالو او بېځایه شویو کسانو ته خپلې مرستې ډېرې کړي، د نړیوالو اصولو او فورمونو له لارې د کډوالو د حقونو درناوی پیاوړی کړي، او د لومړنۍ پناه د اصل ساتنه تضمین کړي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې د کډوالو له ستر بحران سره مخ لومړني هېوادونه د کډوالو په منلو کې زړه نازړه شوي یا یې هڅه کړې کډوال بېرته هغو هېوادونو ته وشړي چې هلته یې ژوند له خطر سره مخ وي.
امریکا اوس د هغو څو اړخیزو ادارو مالي او سیاسي ملاتړ پای ته رسوي یا سخت کموي چې د کډوالو د ساتنې چارې پر مخ وړي، په ځانګړې توګه د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (UNRWA) او نړیوال روغتیايي سازمان (WHO). همداراز، یو اجرایي فرمان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې (USAID) له لوري د بشري او پرمختیايي مرستو د ۹۰ ورځني ځنډ امر کړی، چې دا کار په فوري توګه د میلیونونو خلکو روغتیا، خوندیتوب او ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړ. که څه هم د جنورۍ په ۲۸مه د بهرنیو چارو وزارت د "ژوند ژغورونکو مرستو" لپاره یو استثنا اعلان کړه، خو لا هم ډېرې مرستندویه پروژې چې ژوند ژغورونکې ګڼل کېدې، بندې پاتې دي.